Zama FM زما راډيو

Zama FM زما راډيو Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Zama FM زما راډيو, Caravan park, mahtab, Ghazni.

20/12/2023
30/04/2023

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب سبا او بل سبا په قطر کې د افغانستان په اړه غونډه وشي چې د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي به په کې سره جرګه کېږي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجارېک تېره جمعه وویل چې په دې غونډه کې طالب انو ته ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد دوې اوونۍ مخکې ویلي وو چې ملګري ملتونه د ط البانو د حکومت په رسمیت پېژندلو د شرطونو د ارزونې لپاره د یوه کنفرانس پر جوړولو غور کوي.

خو د ملګرو ملتونو یوه بل ویاند وروسته وویل چې دغه غونډه به د ط البانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه متمرکزه نه‌ وي.

27/04/2023

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مې میاشتې د څوارلسمې نېټې د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو کمپاینونه د روغتیایي دلایلو له کبله پرون او نن درولې دي.

اردوغان ویلي د خپلو ډاکترانو په مشوره په کور کې استراحت کوي.

وروسته د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال ارکان کندمیر څرګنده کړې، چې اردوغان به نن د ویډیو له لارې د سویلي مرسین ولایت د اکویو اټومي بټۍ په مراسمو کې ګډون وکړي.

د اوسنۍ ترکیې دا ټاکنې د اوږده خدمت کوونکي مشر لپاره ترټولو ننګوونکې یادیږي او د لګښت ناورین په دې هېواد کې اردوغان ملاتړ زیانمن کړی دی.

نظرپوښتنه ښيي، چې اردوغان ښايي له دوه لسیزو وروسته؛ واک له لاسه ورکړي.

27/04/2023

د بریسټول پوهنتون په څېړنه کې راغلي چې د افغانستان، پاپو نیو ګیني او مرکزي امریکا په ګډون یو شمېر سیمې به سږ کال د بې ساري تودوخې له خطر سره مخامخ شي.

د چین پلازمېنه بیجینګ او مرکزي اروپا هم د هغو سیمو په ډله کې یادې شوي چې سوزونکې تودوخه یې ګواښي.

په څېړنه کې چې د سه‌شنبې په ورځ خپره شوې راغلي، د نفوسو زیاتوالی، د روغتیایي خدمتونو محدودیت او یو شمېر نورې ټولنیزې ستونزې د تودوخې له کبله د خطر کچه ډېروي.

د څېړنې ګډونوالو حکومتونو، مؤسسو او نړیوالو سازمانونو ته خبرداری ورکړی چې د تودوخې د احتمالي زیان او له کبله یې د مړینې مخنیوي ته باید سر له اوسه لاس په کار شي.

د بریسټول پوهنتون د چاپیریال ساتنې یوه استاد ډان مېچل ویلي: "چمتوالی د انسانانو ژوند ژغوري، موږ په نړۍ کې د بې ساري تودخې شاهدان یو چې لسګونه زره کسان یې مړه کړي دي."

د چاپیریال متخصصان وایي، افغانستان هم له وړاندې د اقلیمي بدلون له کبله زیان ګالی او اغېزمن شوی چې تر ټولو لویه نښه یې وچکالي او د اوبو د کچې ټیټوالی دی.

08/03/2023

د چين بهرنۍ سوداګرۍ د روان کال په پيل کې ثابته وده کړې ده.

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۶۱۸۰ميليارډو يوانو ته رسېدلی.

په دې جملې کې د وارداتو ارزښت ۳۵۰۰ ميليارډه يوانه ښودلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه ۹سلنه زيات شوی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.

د وارداتو ارزښت يې ۲۶۸۰ ميليارډه يوانه ښودلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲اعشاريه ۹سلنه ټيټوالی ښيي، د تجارت مثبت بېلانس يې ۸۱۰ ميليارډه او ۳۲۰ ميليونه يوانه ښودلی، چې دا بیا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۶ اعشاريه ۲سلنه لوړوالی ښيي.

08/03/2023

د امريکا د ماليې پخواني وزير او د هارورډ پوهنتون پروفيسور لارنس ساموس ويلي، چې که څه هم د امريکا اقتصاد د چټک پرمختګ شونتيا لري، خو د ناڅاپي پرځېدو امکانات يې هم موجود دي، چې په راتلونکو څو مياشتو کې ښايي له سختو ستونزو سره مخ شي.

نوموړي له سي اېن اېن سره په مرکې کې اټکل کړی، چې امريکا ښايي فدرالي سود ۵،۵ ان ۶سلنې ته لوړ کړي.

تجربې ښيي چې دغه ډول کړنه ممکن ژر د اقتصاد د پرځېدو لامل وګرځي.

د امريکا د زېرمې فدرالي کميسيون د ۲۰۲۲ کال له مارچ راهیسې اته ځلې سود لوړ کړی دی.

08/03/2023

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې د پاکستان پر وړاندې د ۳ شل اوریزو سیالیو تمریناتي کمپ ته ۲۳ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه.

د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۸مه نېټه په یوه رسنیز کنفرانس کې وویل، دغه ۲۳کسیزه لوبډله به لومړی په عربي متحده اماراتو کې تمریناتي کمپ ترسره کړي او له هغې وروسته به ملي لوبډله وټاکل شي.

په اعلان شویو لوبغاړو کې راشدخان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزی، نوین الحق، فضل حق فاروقي، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، شاهد کمال، محمد نبي، کریم جنت، ګلبدین نایب، افسرځاځی، حضرت ځاځی، شرف الدین اشرف، نوراحمد، ظاهر خان، فرید ملک، صدیق اتل، ننګیالی خروټی، نجات مسعود او بلال سمیع شامل دي.

د ویلو ده چې، د پاکستان پر وړاندې ۳ شل اوریزې سیالۍ به د مارچ میاشتې په ۲۵مه، ۲۷مه او ۲۹مه نېټه د عربي متحده اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

08/03/2023

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي، چې په روان کال کې به دغه وزارت د نورو ادارو او خصوصي برخې په همکارۍ په ټول هېواد کې ۳۴ میلیونه نیالګي ووېشي.

دغه وزارت له خلکو غواړي چې د نیالګیو په ساتلو کې له حکومتي ادارو سره همکاري وکړي.

08/03/2023

د افغانستان مرکزي بانک وایي، چې د بشرپاله مرستو بله ۴۰ مېلیون ډالري کڅوړه افغانستان ته راوسېده او په کابل کې یوه خصوصي بانک ته وسپارل شوه.

په روانه اوونۍ کې دا د بشرپاله مرستو دویمه کڅوړه ده چې افغانستان ته را رسېږي.

13/01/2023

د استرالیا کرېکت بورډ اداري مسوول میک هاکلي له افغانستان سره د لوبو نه کولو پرېکړه سیاست نه بولي او وايي: "په افغانستان کې حالت ننګونکی او زړه بدوونکی دی. موږ د لوبو نه کولو پرېکړه له خپل حکومت او نورو سره تر ډېرو مشورو وروسته وکړه او راته اسانه نه وه. موږ هیله من وو چې له افغانستان سره لوبې وکړو او له افغان کرېکټ بورډ سره پرله پسې په اړیکه کې وو. خو طالبانو چې د نومبر په پای او د دسمبر په پای کې کومې پرېکړې اعلان کړې هغه په افغانستان کې د ښځو لپاره د بنسټیزو بشري حقونو د ختمېدو په مانا و، په همدې دلیل له دې لوبو لاس په سر شو. بنسټیز بشري حقونه سیاست نه دی."

د اسلامي همکاریو سازمان، طالبانو لخوا پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونو په اړه سعودي عربستان کې بېړنۍ او ځانګړې نا...
12/01/2023

د اسلامي همکاریو سازمان، طالبانو لخوا پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونو په اړه سعودي عربستان کې بېړنۍ او ځانګړې ناسته کړې.

د اسلامي همکاریو سازمان، افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز د خواشینۍ وړ او له اسلامي ارزښتونو سرغړونه بللې، ویلي یې دي چې ښوونه او روزنه یو بنسټیز بشري حق دی؛ ټول وګړي باید په مساوي او ناتبعیضه ډول ورته لارسی ولري او ترې بې برخې نشي.

دغه سازمان له طالب‌چارواکو غوښتي چې د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان منشورونو اصولو او اهدافو ته غاړه کېږدي، او د نړیوالو میثاقونو او تړونونو په ځانګړي ډول د نړیوالو بشري حقونو له مخې دې خپل مکلفیتونه د ښځو، ماشومانو، ځوانان او بوډاګانو پر وړاندې مرعات کړي.

د افغانستان پر اړه د دغه بېړنۍ ناستې غړو هېوادونو پر طالبانو غږ کړی چې ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي څو خپل حقونه وکاروي او د هغو حقونو او مسؤلیتونو سره سم چې د اسلام او بشري حقونو نړیوال قانون لخوا وړکړل شوي د افغان ټولنې په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي.

د اسلامي همکاریو سازمان کورني او بهرني نادولتي موسسې هڅولي چې افغانستان کې د شته ستونزو سره سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو دې د پخوانیو بندیزونه سربېره د ښځو پر زده‌کړې او کار بندیز لکولی چې په پرخه کچه یې د اسلامي هېوادونو او بنسټونو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو غبرګونه راپارولي دي.
ABN

31/12/2022

د مزار- شبرغان پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

د دغه ولایت د ترافیکو د مدیریت د حادثاتو امر عبدالبشیر فیضي وايي، چې دا پېښه پرون مازیګر د شبرغان ښار اړونده د جیغچي په سیمه کې رامنځته شوې ده.

Address

Mahtab
Ghazni

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zama FM زما راډيو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category