Afg تازه خبر

Afg تازه خبر Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Afg تازه خبر, Hotel, Jalalabad.

د ملي امنیت اوپراتیفي مرستیال، خوشحال سادات د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه هلمند ته تللی.یوه امنیتي سرچینه وایي چې خوشح...
17/05/2021

د ملي امنیت اوپراتیفي مرستیال، خوشحال سادات د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه هلمند ته تللی.
یوه امنیتي سرچینه وایي چې خوشحال سادات به د هلمند لپاره نوی ټاکل شوی د ملي امنیت رئیس هم معرفي کړي.

۲۷/۲/۱۴۰۰ننګرهار کې د وسله والو طالبانو د وژل شويو پاکستاني غړو جسدونه خپلو کورنيو ته ولېږل شولد ننګرهار ولايت حصارک ولس...
17/05/2021

۲۷/۲/۱۴۰۰
ننګرهار کې د وسله والو طالبانو د وژل شويو پاکستاني غړو جسدونه خپلو کورنيو ته ولېږل شول
د ننګرهار ولايت حصارک ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره ورځ د افغان امنيتي ځواکونو په ځوابيه بريد کې د وسله والو طالبانو د دوو وژل شويو پاکستاني غړو جسدونه د سرې مياشتې ادارې له لوري پاکستان ته ولېږل شول، ترڅو يې د خپلو کورنيو غړو ته وسپاري.
په ياد ځوابيه بريد کې نهه افغان وسله وال طالبان هم وژل شوي او څلور ټپيان دي.

17/05/2021

۲۷/۲/۱۴۰۰
د ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي او بهسودو ولسوالۍ کې ملي امنيت له لوري د وسله والو طالبانو دوه غړي ثابت الله مشهور په خطر او عنايت الله ونيول شول.

طالبان یک زن جوان را در ولسوالی ادرسکن هرات تیرباران کردندمنابع در ولسوالی ادرسکن ولایت هرات می‌گویند: طالبان یک زن جوان...
17/05/2021

طالبان یک زن جوان را در ولسوالی ادرسکن هرات تیرباران کردند

منابع در ولسوالی ادرسکن ولایت هرات می‌گویند: طالبان یک زن جوان را در یک محکمه صحرایی تیرباران کردند.

طالبان این زن جوان ۲۵ ساله را که باشنده قریه گله توت این ولسوالی می‌باشد به اتهام رابطه نامشروع، تیرباران کرده اند.

این درحالیست که پیش ازین نیز تصاویری در شبکه‌های اجتماعی به نشر رسید که طالبان یک زن را در ولسوالی اوبه این ولایت محکمه صحرایی نمودند که با واکنش تند شهروندان کشور روبرو شد.

۲۷/۲/۱۴۰۰ننګرهار کې دوه وسله وال طالبان ونيول شولد ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي او بهسودو ولسوالۍ کې ملي امنيت له لوري د ...
17/05/2021

۲۷/۲/۱۴۰۰
ننګرهار کې دوه وسله وال طالبان ونيول شول
د ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي او بهسودو ولسوالۍ کې ملي امنيت له لوري د وسله والو طالبانو دوه غړي ثابت الله مشهور په خطر او عنايت الله ونيول شول.
نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او تر پوښتنو لاندې دي.

۲۷/۲/۱۴۰۰ننګرهار کې د دوو پاکستانيانو په ګډون ۱۱ وسله طالبان ووژل شولد ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره ورځ ...
17/05/2021

۲۷/۲/۱۴۰۰
ننګرهار کې د دوو پاکستانيانو په ګډون ۱۱ وسله طالبان ووژل شول
د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره ورځ د افغان ځواکونو په ځوابيه برید کې د دوو پاکستاني اتباعو په ګډون يولس وسله وال طالبان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
په دې نښته کې افغان ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

16/05/2021

دا وګورئ په پاکستاني جوماتونو کې د افغان وژنې لپاره چنده ټولیږي.
اې خلکو په افغانستان کې جهاد نشته د جهاد په نوم طلبانو خوارجو ته چنده مه ورکوئ، دوی په دغو پيسو ماشومان، ځوانان او جوماتونه شهيدانو په دغه فساد کې برخه مه اخلئ.

ولسمشر:که د سولې له راتګ ډاډه شم،د طالبانو زندانیان خوشي کومولسمشر غني وایي که ډاډه شي چې د زندانیانو په خوشي کولو هېواد...
15/05/2021

ولسمشر:
که د سولې له راتګ ډاډه شم،د طالبانو زندانیان خوشي کوم

ولسمشر غني وایي که ډاډه شي چې د زندانیانو په خوشي کولو هېواد ته سوله راځي نو تیار دی چې د طالبانو اووه زره بندیان خوشي کړي. نوموړي له شپېګل مجلې سره په تازه مرکه کې ویلي چې یوازینۍ هیله یې په افغانستان کې د سولې تامین او دلته د خلکو د خوښې وړ جمهوري نظام پایښت دی. دده په خبره هېڅ فشار او هېڅ زور ته به تسلیم نه شي او دا هېواد به هېچا ته هم نه پرېږدي. هغه یو ځل بیا ویلي چې طالبان د پاکستان له پراخ او هر اړخیز ملاتړ برخمن دي. دده په وینا طالبان په پاکستان کې روزل کېږي، دغه هېواد یې ملاتړ کوي، مالي مرستې ورسره کوي، هلته مرکزونه لري او لا هم پاکستان پر دغه ډله پراخ او هر اړخیز نفوذ لري. نوموړي تمه ښودلې چې پاکستان په رښتینې توګه له افغان سولې سره همکاري وکړي. ولسمشر غني یو ځل بیا ویلي چې د طالبانو اووه زره زندانیان به خوشي کوي خو په هغه صورت کې چې د سولې د یوې جامع هوکړې له رامنځ ته کېدو ډاډمن شي.

افغان ځواکونو سره د خلکو بې کچې  مینه د اختر په ورځو کې.
15/05/2021

افغان ځواکونو سره د خلکو بې کچې مینه د اختر په ورځو کې.

 #چين سره نښلېدونکې لارد دې سړک په بشپړيدو سره به افغانستان د نړۍ دويم لوی اقتصاد سره ونښلي، چې د هېواد په اقتصادي ودې ا...
11/05/2021

#چين سره نښلېدونکې لار
د دې سړک په بشپړيدو سره به افغانستان د نړۍ دويم لوی اقتصاد سره ونښلي، چې د هېواد په اقتصادي ودې او نړيوالې سوداګرۍ به مثبته اغيزه ولري.

په روداتو ولسوالۍ کې د داعش ډلې د هدفي وژنې دوه غړي ونیول شول.په ننګرهار کې د ملي امنیت ۲۰۰ قطعې د روداتو ولسوالۍ په مرب...
11/05/2021

په روداتو ولسوالۍ کې د داعش ډلې د هدفي وژنې دوه غړي ونیول شول.
په ننګرهار کې د ملي امنیت ۲۰۰ قطعې د روداتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې د هدفي وژنو دوه غړي له پنځه سیټه مبایلونو، میموري کارټونو، یو جلد تذکرې او یو لایسنس سره یو ځای نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه څېړنې جریان لري.
انځور ارشیف څخه

جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د بندیانو او ټپیانو مسؤل ونیول شوپه ننګرهار کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار۹ م...
11/05/2021

جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د بندیانو او ټپیانو مسؤل ونیول شو
په ننګرهار کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار۹ مې ناحيې اړوند اسحاق کلا سیمه کې د ځانګړو شپني عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې د بندیانو او ټپیانو مسؤل ولي رحمان ژوندی نیولی.
د معلوماتو پر اساس نیول شوي کس موده وړاندې د چپرهار ولسوالۍ ګمبېل ساحه کې د ملي پولیسو پر پوسته ډلییز برید ترسره کړی وو چې په ترڅ کې یې ۸ تنه سرتېري شهیدان شوي وو.

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afg تازه خبر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category