24/04/2025
په ننګرهار ولایت کې د آسان خدمت مرکز پرانېستل شو
هېوادوالو ته د اسانتیا او په چټکۍ د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په ننګرهار ولایت کې آسان خدمت مرکز نن پنجشنبه د (غويي ۴مه/ د شوال المکرم ۲۶مه) د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شو.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس الحاج عبدالقاهر حاجي ادریس، د ولایت مرستیال عزیزالله مصطفي، د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو رییس عارفالله حنیف حمزه، ګڼو نورو ولایتي چارواکو، علماوو، قومي مشرانو او د آسان خدمت مرکز کارکوونکو ګډون کړی و.
غونډه چې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، په پیل کې د ننګرهار ولایت د احصایې او معلوماتو رییس عارفالله حنیف حمزه مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو فعالیتونو لنډ راپور یې وړاندې کړ. نوموړي د ننګرهار ولسونو ته د عامه خدمتونو د وړاندېکولو په برخه کې د آسان خدمت مرکز پرانېستل مهم او سترګام وباله.
ورپسې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس الحاج عبدالقاهر حاجي ادریس د ننګرهار ولسونو ته په دې ولایت کې د آسان خدمت مرکز د پرانېستې مبارکي وویله او زیاته یې کړه، ټوله هڅه یې دا ده، ترڅو هېوادوالو ته د عامه خدمتونو وړاندېکولو پروسې اسانې او چټکې شي، چې د همدې موخې لهپاره په بېلابېلو ولایتونو کې د آسان خدمت مرکزونو رامنځتهکول یې ښکاره بېلګې دي.
ښاغلي حاجي ادریس همدارنګه وویل: د خوښۍ ځای دی، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د آسان خدمت مرکزونو د جوړېدو پروسه له کابل څخه پیل شوې او یو شمېر نورو ولایتونو ته یې هم خدمتونه پراخ شوي، چې دا دی نن یې موږ او تاسو په ننګرهار ولایت کې د یوه مرکز د پرانېستو شاهدان یوو. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به په بلخ کې هم د آسان خدمت مرکز پرانېزي او ترڅنګ یې په فراه کې هم د آسان خدمت مرکز لهپاره د ودانۍ د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي.
د ننګرهار مرستیال والي عزیزالله مصطفي مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د ننګرهار د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یې د آسان خدمت مرکز پرانېست. نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې اسلامي امارت په ټولو برخو کې هڅه کوي چې هېوادوالو ته چټک، پر وخت او له ټولو اسانتیاوو سره هر اړخیز خدمتونه وړاندې کړي.
د ننګرهار مرستیال والي ښاغلي مصطفی همدارنګه وویل: د ننګرهار د ولسونو په استازیتوب د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له لوی رییس څخه غوښتنه کوو چې د خلکو ستونزو ته د لا ښې رسېدنې په موخه په غنيخیلو او خوږیاڼیو لویو ولسوالیو کې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې هم فعالې شي.
د غونډې پر دوام، د ننګرهار د ولسونو په استازیتوب یو تن د کلي ملک د آسان خدمت مرکز پر پرانېستل کېدو خوښي څرګنده کړه او دا یې د خلکو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې لویه لاسته راوړنه یاده کړه.
دا مهال د آسان خدمت په مرکزونو کې په چټکه بڼه د الکترونیکي تذکرو، زېږون کارتونو او د الکترونیکي تذکرو له وېش وروسته خدمتونه وړاندې کېږي او په راتلونکي کې به له اړوندو ادارو سره په همغږۍ ځینې نور عامه خدمتونه لکه، پاسپورټ، جواز سیر، لایسنس، کورنیو او بهرنیو اتباعو ته د کار جواز وېش، د عدم مسوولیت فورم، د ټي آی ان یا تشخصیه نمبر فورم، د افغان اعلاناتو خدمتونه او د سترې محکمې د وثایقو خدمتونه هم په چټکه توګه تر یوه چتر لاندې هېوادوالو ته وړاندې شي.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال په کابل کې د آسان خدمت څلور مرکزونه، په کندهار، خوست، هرات او هلمند کې یو یو مرکز فعال دی او په نږدې راتلونکي کې به بلخ ولایت کې هم د آسان خدمت مرکز پرانېستل شي.
همدارنګه په بهر کې مېشتو هېوادوالو ته د لازمو اسانتیاوو په موخه په متحده عربي اماراتو کې هم د آسان خدمت یو مرکز فعال او هره ورځ هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي..