د کرنې نړۍ ، دنیای زراعت ، Agri World

د کرنې نړۍ ، دنیای زراعت ، Agri World Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from د کرنې نړۍ ، دنیای زراعت ، Agri World, Kabul.

اینک نام  یکتعداد از ادویه جات  زراعتی غرض کنترول امراض وافات نباتی استفاده میگردد ودربازار قابل دسترس است ونیز خطر کمتر...
15/05/2026

اینک نام یکتعداد از ادویه جات زراعتی غرض کنترول امراض وافات نباتی استفاده میگردد ودربازار قابل دسترس است ونیز خطر کمتر محیط زیست دارد باذکر نوع آفت واندازه دوز مصرف ان مختصرآ تشریح داده شده است.
1 رود نیل+ منکوزیب قارچ کش
برای امراض قارچی از قبیل داغ برگ میوه سبزی جات تاک انگور وغیره اندازه استعمال ۲گرام درفی لیتراب استفاده گردد.

2 میتاکسیل + منکوزیب قارچ کش سیستمیک

جهت کنترول امراض قارچی خاکزی از قبیل پوسیدهگی خربوزه سبزیجات تاک انگور وغیره نباتات مورد استفاده قرارمیگیرد برعلاوه جهت تداوی بذری خربوزه وقایه پوسیده گی ریشه نتجه خوب میدهد

3 تبکونازول مایع قارچ کش
علیه بلایت وقتینه وپسینه ،پوسیده ریشه
،داغ برگها، آتشک ،بلایت آتشی،پژمرد
گی شفتالو،وغیره اندازه استعمال یک گرام درفی لیتراب

4 زینب پودر قارچ کش
برای کنترول امراض قارچی از قبیل پوسیده گی داغ برگ ها سبزیجات ومیوه جات اندازه استعمال ۲گرام درفی لیتراب
علیه ضد عفونی کردن تخم غلجات به کارمیرود
قارچ کش

5 کاربندازیم +منکوزیب قارچ کش سیستمیک
برای کنترول امراض قارچی از قبیل پوسیده گی های ریشه خبربوزه وسبزیجات ومیوه جات تاک های انگور وغیره مورد استفاده قرارمیگرد اندازه استعمال ۲ گرام درفی لیتراب استفاده قرارگیرد


6 ویتبل سلفر قارچ کش
2-3grدریک لیتراب
علیه پیچ خوردگی برگ شفتالو،جرب سیب ،ناک،قرغنه تاک وغیره به کارمیرود قابل توجه درجه بالاتراز ۳۵ درجه استفاده نگرده برگ را تخریب میکند .

7 کاپراوکسی کلوراید پودر قارچ کش غیر سیستمیک
2-3gr دریک لیتر آب
علیه امراض قارچی ،خاکسترک،پیچ خوردگی برگ شفتالو وغیره

8 منکوزیب قارچ کش حفاظتی

علیه امراض قارچی استفاده میشود مانند خاکسترک تاک ،سیب، مرسل سبزیجات میوه جات قبل شیوع مرض استفاده وقایه وی کارمیکند وغیره اندازه استعمال ۲ گرام درفی لیتراب استفاده گردد.

9پودر سلفر قارچ کش وقایه وی
بشکل پودر استعمال میگرددبالای تاک انگور برای کنترول خاکسترک تاک انگور دروقت قبل از گل ودروقت غوره سه مرحله با وقفه ۱۵ روزه
علیه امراض قارچی استفاده میشود

10 انتراکول قارچ کش پودر

علیه جرب سیب پوسیده گی ها سبزیجات ومیوه جات مورد استفاده قرا میگرد اندازه استعمال ۲ گرام درفی لیتراب استفاده گردد.

11 امیدا کلوپراید پودر ومایع سیستمیک حشره کش
دوگرام درفی لیتراب ویا دو سی سی درلیتراب
علیه کنترول شپشک های نباتی وکنه های نباتی استعمال میشود ودروقت پختگی میوه استفاده نشود به صحت انسان خطر دارد حد ۲۱ روز خورده نشود در صورتیکه استفاده گردد

12کانفیدور مایع سیستمیک حشره کش
دوسی سی درفی لیتراب استفاده شود
علیه شپشکهای نباتی وشپشکهای آردی وکرمها ها دروقت پختگی میوه سبزیجات کمتراستفاده گردد اگر شود سه هفته خوردن ان جایز نیست .

13 دایمیتوات حشره کش سیستمیک
دوسی سی درفی لیتراب استفاده شود
علیه شپشکهای نباتی وشپشکهای آردی وکرمها ها دروقت پختگی میوه سبزیجات کمتراستفاده گردد اگر شود سه هفته خوردن ان جایز نیست.

14فوستاکسین تابلیت حشرات گدام ها

درگدامهای غله جات استعمال میگردد دریک مترمکعب ۲الی ۳ تابلیت استفاده گردد فومگیشن شود

15 سایپر مترین حشره کش
یک الا یکنیم سی سی دریک لیتر
آب تعین شده است
علیه شپشکهای نباتی ،شکرک ،انوع ملخها ،انواع کفشکها ،آفات مکنده شیره خوارساقه وغیره استعمال میشود
حشره کش
Dnadiam
16 دانادیم
حشره کش
علیه ملخها ،شپشکها وغیره استعمال میشود
یکنیم الا دوسی سی دریک لیتر
آب
17 دلتامترین ای سی حشره کش غیرسیستمیک و تماسی

حشره کش
علیه شپشک نباتی مانند شفتالو ،زردالو،مورپت، وغیره
یک الا یکنیم سی سی دریک
لیتراب

۱۸ دیپترکس
Depterex
حشره کش
علیه کرم های ریشه خوار و کرم مغزخوارسیب ،بهی ،ناک،زردآلومورپت دار وغیره
یک تا دوگرام دریک لیتراب

۱۹ سوپرتاپ
Super top (16)
حشره کش
به درجه اول علیه آفات دهن جونده بکارمیرود
یک الا یکنیم کیلوگیرام دریک هکتاربکارمیرود
۲۰
Sypermetawat
حشره کش
برای ازبین بردن ترپس پیاز،بادنجان رومی ،درختان میوه کاهو،نخد ،لوبیا،مگس سفید درمزرع پالیز،کفشک گندم درمزارع پخته وغیره استعمال میشود
يك الي يكنيم گرام دريك ليتر آب براي آفات زميني بكارميرود
۲۱ دملین دایفلوبنزوران
Dmeline
حشره کش
علیه ملخها ،کفشک گندم ،شپشکهای نباتی درمزارع پخته غلات ،سبزیجات ودرختان میوه
یک الا یکنیم سی سی دریک لیتر آب

۲۲ پودر سیوین
Carbaryl sevin
حشره کش
علیه کرمهای زمینی ریشه درختان ویا گندم ،شپشکهای نباتی درمزارع غلات ،سبزیجات ودرختان میوه استفاده میشود
دریک کیلو پودر همرای ۶ کیلوخاک میده مخلوط استعمال بعدآابیاری گردد ویا ۲گرام درفی لیتراب دواپاشی گردد

۲۳ ابامکتین حشره کش وکنه کش
علیه کرم تخم خوارسیب وشفتالوکفشک گندم ،انواع ملخها ،شپشکهای مورپت داروغیره
دوتاسی گرام دریک لیترآب

۲۴ ملاتیون
Malathion
حشره کش
حشره کش وکنه کش موثربوده درباغات میوه، مزارع سبزیجات استعمال میشود
یک الا یکنیم سی سی دریک لیترآب
۲۵ سوپرتاپ
Sypermetren
حشره کش
علیه شپشکهای نباتی وغیره استعمال میگردد
یک الا یکنیم سی سی دریک لیتر آب

۲۶ لارسبین
Larsben
حشره کش
علیه کرمهای لشکری وقطع کننده استعمال میشود
یکنیم الادوسی سی دریک
لیتراب

۲۷ فونوریت
Fonoriret
حشره کش
علیه شپشکهای خونی وحشره سپردار استعمال میگردد
نیم الا یک سی سی دریک
لیترآب
۲۸ دینادیول
Dinadiol
حشره کش
علیه شپشکها کرمهای نباتی وغیره استعمال میشود
یکنیم سی سی دریک لیترآب

۲۹ تو فور دی گیاه گش پهن برگ
2-4 D

گیاه کش
herbicide
علیه گیاه هرزه پن برگ گندم استعمال میشود
۴ سی سی دریک لیتر آب

۳۰پوماگراس گیاه کش سوزنی برگ وپهن برگ
Pumagrass
گیاه کش
علیه گیاهان هرزه پهن برگ درمزارع گندم وجو استعمال میگردد
چهارسی سی دریک لیت ر آب

۳۱ دیکلوفوپ
Diclophop
گیاه کش
علیه جودردم اسپ ودیگرسوزنی برگان استعمال میشود
دونیم لیردریک هکتارزمین است

۳۲ تاپیک پودری گیاه کش سوزنی برگ جودر گندم
گیاه کش
علیه باریک برگان پهن برگان مزارع گندم استفاده میشود
دونیم لیتر دریک هکتارزمین

۳۳ اتلانتیس گیاه کش پهن برگ وسوزنی برگان مزارع گندم نتیجه خوب داده است یک قطی دوا همرای ۸۰ لیتر اب استفاده گردد.
۳۴ پوجنگ گیاکش پهن برگسوزنی جودر گندم

گیاه کش
درمزارع گندم جودر پهن برگان را کنترول میکند.

۳۵ گلایفوسیت گیاه کش قبل از کشت استفاده گردد

گیاه کش گلم جمع درمجموه گیاه را ازبین میبرد تخم گیاه را نیز ازبین میبرد به این خاطر قبل از کشت ۴۰ روز قبل استفاده گردد

۳۶ زنگ فاسفیت پودر
Zinc phosphide
موش کش
موشهای مضره را کنترول میکند
50گرادریک کیلو تعمه انداخته شود .

۳۷
Aluminum phosphide
موش کش
علیه موشهای خانگی صهرائی وغییره استعمال میشود
به قسم طعمه انداخته ميشود

۳۸دایکوفال
Dicofol
کنه کش
علیه موش صهرائی وگدام های غله جات استفاده میشود
یک تا دوسی سی دریک لیتر آب است .

۳۹ تیل هرفصل مایع

علیه شپشک ها و کنه های نباتی استعمال میشود ۵الی ۱۰ سی سی درفی لیتراب استعمال گردد
۴۰ ویتاواکس + تیرام

قارچ کش
جهت ضد عفونیتداوی بذری تخم ها ، بیماری قارچی سیاقاق وغیره استفاده میشود زمان مصرف قبل ازکشت استعمال میگددرکیلوگیرام تخم ۲الی ۳ گرام استفاده گردد
۴۱ نیورون کنه کش
علیه کنه هآی نباتی ۲ سی سی دریک لیتراب اسافاده گردد.
۴۲ پنکه نازول قارچ کش سیستمک
عیه کنترول امرا خاکسترک تاک انگور گل مرسل سیب بهی وغیره اندازه استعمال یک سی سی درفی لیتر اب استفاده گردد.

۴۳هکذا کونازول همچنان خاکسترک تاک انگور استفاده میگردد. یک سی سی درفی لیتراب استفاده گردد

۴۴ کوپراویت قارچکش
عیله کنترول امراض قرغنه تاک انگور و جرب سیب وغیره اندازه استعمال ۲الی ۳ گرام درفی لیتراب استفاده گردد سه مراتبه تکرار به وقفه یک هفته .

ترتیب کنند سید اشرف "منگل" شماره تماس سوال جواب رابطه موضوع ۰۷۹۹۵۳۵۱۰۶

2026/4/10
1405/2/20

#زراعت #باغداری #کشاورزی #کرنه

#دهقان

د افغانستان د شرایطو لپاره د میوه لرونکو ونو (مڼې، زردالو، آلو او نور) لپاره کیدای يو څه ځانګړی کمپوست جوړ کړئ چې کړنلار...
14/04/2026

د افغانستان د شرایطو لپاره د میوه لرونکو ونو (مڼې، زردالو، آلو او نور) لپاره کیدای يو څه ځانګړی کمپوست جوړ کړئ چې کړنلاره یې په لاندې توګه خلاصه شوې ده:
۱. د موادو ترکیب (Balanced Formula)
اصلي مواد:
- د غوا/پسونو ښه پخه یا ورسته شوی سره - ۴۰ سلنه
- بوس یا وچې پاڼې - ۳۰ سلنه
- شنه مواد (واښه/سبزي پاتې شوني) - ۲۰٪
- عادي خاوره ۱۰ سلنه
اختیاري مواد (خو ډېر ګټور):
- د لرګي ایره (Ash)، لږه اندازه (پوتاشیم لپاره)
- لږ مقدار Urea (یوازې که شنه مواد کم وي

۲. د جوړولو طریقه
- کنده/څراه چې د اړوند ځمکې پر سر یو څه لوړ ځای وي وټاکئ
- مواد په طبقو کې واچوئ (وچ مواد، سره، شنه مواد او خاوره)
- هر طبقه لږ لمده کړئ
- په پای کې پرې بوس/واښه یا خاوره واچوئ (د اوبو ساتلو لپاره)
- هر ۱۰–۱۵ ورځې وروسته یې واړوئ

۳. د پخېدو وخت
- په دوبي کې ۱.۵–۲ میاشتې وخت نیسي
- په ژمي کې ۳ میاشتې یا زیات وخت
- تیار کمپوست به تور، نرم وي او بد بوی به نلري

۴. د استعمال طریقه
الف: د ځوانو ونو لپاره (۱–۳ کلنې ونې)
- د ونې شاوخوا ۳۰–۵۰ سانتي متره کې حلقه جوړ کړئ
- ۳–۵ کیلو کمپوست واچوئ
- بیا پرې خاوره واچوئ او اوبه ورکړئ

د لویو ونو لپاره (۴ کلنې او یا پورته عمر)
- د ونې د سیوري/چتر تر اندازې پورې حلقوي وړوکې کنده وکیندئ
- ۱۰–۲۰ کیلو کمپوست واچوئ
- بیا پرې خاوره واچوئ او اوبه ورکړئ

۵. د استعمال مناسب وخت
- د پسرلي پیل (د ګل نه مخکې)
- د مني فصل (د حاصل وروسته)
- په کال کې ۲ ځله بسنه کوي

مهم مسلکي ټکي (تخصصي مشوره):
- د C:N نسبت باید شاوخوا 25–30:1 وي
- ایره (Ash) د پوتاشیم ښه سرچینه ده چې د میوو کیفیت ښه کوي
- تازه سره مه کاروئ (ریښه سوځوي) او ځینې وخت آفات هم لري
- کمپوست د خاورې اوبه ساتلو ظرفیت، مایکروبی فعالیت او جوړښت ښه کوي

ځانګړې سپارښتنه:
- د اوبو د کمښت له امله د کمپوست استعمال وروسته ملچ (بوس) حتمي کړئ
- د باد او وچ اقلیم لپاره، کنده/ ژورځای سیستم غوره دی
- که باغ لوی وي کمپوست او لږ کیمیاوي سره یو ځای وکاروئ (Integrated nutrient management)

نوټ: کیدای شي د هرې میوې لپاره د عناصرو د ځانګړی پلان په لرلو سره نور هم دقیق کمپوست جوړ شي
کاپی د S Hakimi له وال څخه

د افغانانو د وروسته پاتې کېدو ډیر لاملونه شته چی زه یی تاسو ته یو څو وړاندی کوم: ۱️⃣ «نه کېږي» – د کمزورۍ فکرد افغانانو ...
08/04/2026

د افغانانو د وروسته پاتې کېدو ډیر لاملونه شته چی زه یی تاسو ته یو څو وړاندی کوم:
۱️⃣ «نه کېږي» – د کمزورۍ فکر
د افغانانو د وروسته پاتې کېدو ډېر لاملونه شته، خو تر ټولو مهم یې دا دی چې اکثره وخت هر کار ته وایو: «نه کېږي!»
زه پوښتنه کوم: ایا موږ دومره کمزوري یو چې حتی خپل ساده محصولات لکه مرچک، روميان او کچالو ونه شو کرلای؟
حقیقت دا دی چې موږ ډېر شیان له ګاونډیو هېوادونو راوړو، حال دا چې خپله خاوره، اوبه او امکانات لرو. ستونزه په وسایلو کې نه ده، بلکې په فکر کې ده.
۲️⃣ د پوهې او عمل ترمنځ واټن
کېدای شي ځینې خلک ووایي چې ګاونډیان له موږ زیات پوهه لري، خو پوښتنه دا ده: ولې؟
موږ هم کلونه کلونه په کرنه کې تجربه لرو، خو بیا هم خپل تولید نه شو پیاوړی کولای.
اصلي ستونزه دا ده چې پوهه یا خو نه کاروو، یا یې په عملي ډول نه پلي کوو. که عمل ونه شي، پوهه هېڅ ګټه نه لري.
۳️⃣ «ته غلط وایې!» – د نه منلو ستونزه
بله لویه ستونزه دا ده چې کله څوک سمه لارښوونه وکړي، موږ یې نه منو.
حتی که خپله په غلطه روان یو، بیا هم وایو: «ته غلط وایې!»
تر څو چې موږ د سمې مشورې منلو ته چمتو نه شو او خپل فکر بدل نه کړو، پرمختګ به ډېر ستونزمن وي.

د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي لپاره مهم اصول:🌿 پېژندنه:کرنه یوازې د تخم کرلو نوم نه دی، بلکې یو منظم او علمي بهیر دی. که ب...
02/04/2026

د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي لپاره مهم اصول:
🌿 پېژندنه:
کرنه یوازې د تخم کرلو نوم نه دی، بلکې یو منظم او علمي بهیر دی. که بزګران کرنیز اصول په سمه توګه عملي کړي، نو کولی شي له لږې ځمکې څخه ډېر او باکیفیته حاصل ترلاسه کړي. لاندې عملیات هغه مهم ګامونه دي چې د حاصلاتو په زیاتوالي کې اساسي رول لري:
✅ مهم کرنیز عملیات:
۱. د ځمکې چمتو کول
ژوره قلبه او د ځمکې هوارول د دې سبب کېږي چې خاوره نرم شي، هوا او اوبه په ښه ډول جذب کړي او د نبات ریښې په اسانۍ وده وکړي.
۲. اصلاح شوی تخم او نیالګي
اصلاح شوي تخمونه ژر وده کوي، د ناروغیو پر وړاندې مقاومت لري او حاصل یې ډېر وي، نو د بزګر عاید زیاتوي.
۳. د اوبو مدیریت 💧
که اوبه زیاتې وي یا کمې، دواړه نبات ته زیان رسوي. مناسب او منظم آبیاري د سالمې ودې ضمانت کوي.
۴. د سرو استعمال 🌿
سره د نبات غذا ده. که په مناسب مقدار او وخت استعمال شي، نبات قوي کېږي او حاصل زیاتوي.
۵. د هرزه واښو کنټرول
هرزه واښه د نبات له غذا، اوبو او رڼا سره سیالي کوي، نو له منځه وړل یې ډېر مهم دي.
۶. د آفتونو او ناروغیو مخنیوی 🐛
پر وخت درملنه او څارنه د دې سبب کېږي چې نبات له زیانونو وژغورل شي او حاصل خوندي پاتې شي.
۷. هرس (پرې کول) ✂️
په ځانګړي ډول په میوه لرونکو ونو کې، اضافي ښاخونه پرې کول د دې سبب کېږي چې رڼا او هوا ښه ورسېږي او میوه ښه کیفیت ولري.
۸. د فصلونو تناوب 🌼
د بېلابېلو نباتاتو کرل خاوره قوي کوي، غذایي مواد متوازن ساتي او آفتونه کموي.
۹. د کښت مناسب وخت 🌞
هر نبات ځانګړی موسم لري، که په مناسب وخت کې وکرل شي، ښه وده او لوړ حاصل ورکوي.
۱۰. عصري ټکنالوژي 🚜
د ماشینونو او نوې طریقو کارول کار اسانه کوي، وخت سپموي او تولید زیاتوي.
📊 پایله
که پورته ټول اصول په منظم ډول عملي شي:
✔ حاصل تر ۲–۳ برابره زیاتېږي
✔ د محصول کیفیت لوړ کېږي
✔ بزګر ښه عاید ترلاسه کوي

د غواګانو د فارم او غوجلې جوړولو مکمل لارښود (درس)د غواګانو یو معیاري فارم او غوجله (Barn) جوړول د مالدارۍ په برخه کې د ...
29/03/2026

د غواګانو د فارم او غوجلې جوړولو مکمل لارښود (درس)
د غواګانو یو معیاري فارم او غوجله (Barn) جوړول د مالدارۍ په برخه کې د بریا لومړی او تر ټولو مهم ګام دی. که غوجله په سمه توګه جوړه شي، نو حیوانات به روغ وي، د شیدو تولید به زیات وي او د ناروغیو خطر به کم وي. په دې لارښود کې د یوې عصري غوجلې ټولې اړتیاوې په پام کې نیول شوي دي.
۱. د ځای انتخاب (Site Selection)
د فارم لپاره د ځای غوره کول باید په لاندې معیارونو ولاړ وي:
* لوړوالی او زهکشي:ځای باید د شاوخوا ځمکو څخه لږ لوړ وي ترڅو د باران اوبه پکې ډنډ نه شي. د ځمکې میلان باید له ۱ څخه تر ۲ سلنې پورې وي ترڅو اوبه په اسانۍ ووځي.
* لمر او باد: غوجله باید داسې جوړه شي چې په ژمي کې لمر ورته راشي او په اوړي کې د باد جریان ولري. معمولاً د غوجلې اوږدوالی له ختیځ څخه لوړېدو ته (East-West) غوره ګڼل کیږي.
*لاسرسی: ځای باید سړک ته نږدې وي ترڅو د خوراک راوړل او د شیدو وړل اسانه وي.
۲. د غوجلې ډیزاین او ساختمان (Barn Design)
یوه معیاري غوجله باید لاندې برخې ولري:
الف: د ځای اندازه (Space Requirements)
* لویې غواګانې: د هرې غوا لپاره له ۴۰ څخه تر ۵۰ مربع فوټه چې پټ ځای (سرپناه) او ورته اندازه ازاد ځای (انګړ) ته اړتیا ده.
* خوسکي:د خوسکیو لپاره جلا ځای پکار دی (تقریباً ۲۰-۲۵ مربع فوټه د هر خوسکي لپاره).
* حامله غواګانې: د لنګون په وخت کې غوا باید په یو جلا او ارام ځای کې وساتل شي (تقریباً ۱۰۰-۱۲۰ مربع فوټه)
# # # ب: فرش (Flooring)
* فرش باید له کانکریټو جوړ وي خو ډیر ښوی نه وي کرښې بايد ولري (ترڅو غواګانې ونه غورځي). يا هم د پښوړخښتو په واسطه پوښل شوی وي .
* په فرش کې باید د اوبو او متیازو لپاره نالۍ (Drainage) جوړه شي چې میلان یې د کثافاتو کندې ته وي.
ج: هواکشي (Ventilation)
* د غوجلې چت باید لوړ وي (لږترلږه ۱۰-۱۲ فوټه).
* د غاړو دیوالونه باید خلاص وي یا پکې لویې کړکۍ وي ترڅو تازه هوا په دوامداره توګه جریان ولري. دا د امونیا ګاز د کمولو او د ساه اخیستلو د ناروغیو د مخنیوي لپاره حیاتي ده.
۳. د خوراک او اوبو سیستم (Feeding & Watering)
* اخور (Manger): د اخور پلنوالی باید له ۲ څخه تر ۲.۵ فوټه پورې وي. د هرې غوا لپاره باید لږترلږه ۲ _۳ فوټه اوږدوالی په اخور کې ځانګړی شي ترڅو په ارامه خوراک وکړي.
* د اوبو ځای: غواګانې باید په هر وخت کې پاکو او تازه اوبو ته لاسرسی ولري. د اوبو ټانکۍ یا لوښي باید داسې وي چې پاکول یې اسانه وي. د اخور په دیوال کې د اوبو پيپ تير کړل شي او د هرې غوا لپاره د اوبو څښلو اتومات کاسې نصب شي ، يا هم د هرو دوه غواګانو ترمنځ د اوبو يو کوچنۍ مانکريټې ماسه جوړه شي چې په اتومات ډول ورته د پيپ په واسطه اوبه راځي .او پاکول يې هم اسانه وي .
۴. د کثافاتو مدیریت (Waste Management)
* د غواګانو فاضله مواد (سره) باید هره ورځ له غوجلې څخه وایستل شي.
* د غوجلې څخه بهر باید د سرې لپاره یوه کنده جوړه شي ترڅو هلته ذخیره او وروسته په کروندو کې وکارول شي. ( کولای شو د بايوګاز دستګاه جوړه کړو او د کور د پخلنځي لپاره ترې کيس هم توليد کړو )
۵. د غواګانو ډولونه او روغتیا
* نسلونه:که ستاسو هدف شیدې وي، نو هولسټین (Holstein) یا جرسي (Jersey) نسلونه غوره دي. که محلي نسلونه ساتئ، نو د هغوی د نسل اصلاح ته پام وکړئ.
* قرنطین:د نویو اخیستل شویو غواګانو لپاره باید یو جلا ځای وي ترڅو د ۱۵-۲۰ ورځو لپاره هلته وساتل شي او ډاډ ترلاسه شي چې ناروغي نه لري.( کم تر کمه يوه اونۍ)
۶. د غوجلې د اړتیاوو لیست (Checklist)
رڼا : په شپه کې د رڼا لپاره برېښنا او په ورځ کې طبیعي لمر.
بستر: د غواګانو د ارامتیا لپاره د بوسو یا شګې کارول.
پاکوالی: په ورځ کې دوه ځله د غوجلې مینځل او پاکول.
د مچانو مخنیوی: د جالۍ کارول یا د مچانو ضد درملو شیندل.
د غواګانو فارم جوړول یوه ګټوره پانګونه ده، خو په دې شرط چې ټول اصول یې په پام کې ونیول شي. یوه پاکه، هوا لرونکې او پراخه غوجله ستاسو د فارم د بریا راز ده .
ددی لارښود سره لاندې تصویران بايد وکتل شي ، تر څو د غوجلې لپاره مناسب جوړښت رامنځ ته کړئ.
مسلک فهم محمد آصف صادق
د نورو درسونو لپاره دغه واټساپ چينل وڅارئ
👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://whatsapp.com/channel/0029Vb7M9Lr6mYPONChMiB1W
يا هم د دغه واټساپ ګروپ جائن کرئ
👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://chat.whatsapp.com/KtkKx3XIxJFEhFgXx2tsbL?mode=gi_t

16/02/2026
12/02/2026

د انځر د بوټي شاخه بري

Address

Kabul

Telephone

+93796471345

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د کرنې نړۍ ، دنیای زراعت ، Agri World posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share